کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سنګين ولسوالۍ ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

8 جوزا 1396 ساعت 18:53

د هلمند ولایت چارواکی وایی، تېره ورځ وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او د نښتې په ترڅ کې ۷ وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبر پانه کي راغلی، په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو بريدونه پر شاه وتمبول شول او پر مرګ ژوبلې سربېره يې ګڼې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچینوزیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې تېره شپه کمانډو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ دروېشان سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې يو عراده ډاټسن موټر، يو عراده موټرسايکل، شل کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، لس عدده د کلاشينکوف شاجرونه، ۸۰ جوړې برقي تغذيه چې په ماينونو کې ترې کار اخېستل کېږي او ګڼ شمېر نور مهمات د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو تروسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 143843

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143843/سنګين-ولسوالۍ-۱۳-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com