دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 144045
دولت د ملت درد احساسوي
د غبرګولئي په دولسمه پولیسو ارګ او اجرائیه ریاست ته د لاریونکوونکیو د وردننه کیدو مخه ونیوله.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ولسمشرۍ په یوه رسنیزه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملت درد احساس کړی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې کابل ښار په تېرو څو ورځو کې د لوی درد و غم شاهد دی او د خواشینۍ د څرګندولو لپاره د حکومت او قانون تر چتر لاندې مونږ یوې آرامې فضا ته اړ یو؛ ځکه، چې دښمن هره شېبه خلکو ته د زیان رسولو په هڅه کې دی.
د دولت د اعلامیې له مخې؛ سوله ییز لاریونونه د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د خلکو مدني حق دی او دولت اړ دی، چې ترې ملاتړ وکړي.
په دې دولتي اعلامیه کې پولیس د ټولنې خدمتګار نومول شوی او په ډاګه کوي، چې خلک باید ترې ملاتړ وکړي او لاریونکوونکي باید غرضي اشخاصو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي او عامه نظم دې هم خوندي وساتي.
د افغانستان حکومت له د مدني نوښتګرو او مشرانو هیله کړې، چې لاریون د اساسي قانون پر بنسټ مدیریت کړي او د ملي ګټو په وړندې دې د غرضونو مخه ونیسي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دولت او حکومت د خلکو پر پاکو احساساتو پوهیږي او له هغو رسنیو څخه، چې په مسوولانه بڼه حالات تر خپل پوښښ لاندې راولي درناوی کوي او څرګندوي، چې خلک باید د مغرضینو د احساساتو مخه ونیسي.
اعلامیې څرګنده کړې، چې د دولت مشران د خلکو مشروع غوښتنو ته ژمن دي او د غوښتنو له تر لاسه کولو سره به د جاري قوانینو له مخې ورته لاسرسی وشي.
دولت خلکو ته ډاډ ورکوي او ژمن هم دی، چې وروستی برید به هر اړخیز څېړل کیږي او عاملانو ته به یې د جاري قوانینو له مخې جزا معلومه او د ورته پېښو د تکرار مخه به هم ونیول شي.
دغه راز یادونه شوې، چې دولت به هغه مسوولین، چې د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي؛ عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د دغه لاریون موخه د چهارشنبې د خونړي برید د قربانیانو لپاره د عدالت په غوښتنه پیل شو او لاریونوالو غوښتل، چې خپل غږ ولسمشرۍ ته ورسوي؛ خو پولیسو یې مخه ونیوله او لاریون پر تاوتریخوالي واوښت. د ځینو سرچینو له مخې په دې لاریون کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم یزدیار د زوی په ګډون ۷ کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
https://avapress.com/vdcdoo0fkyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته