د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
له قطر سره څلورو عربي هېوادونو خپلې اړیکې ځکه پرې کړې دي چې وايي دا هېواد په منځني ختیځ کې نا امنیو کې لاس لري.
له دې ډلې سعودي عربستان وايي چې د دې هېواد په مشرۍ یمن کې له ائتلاف څخه به د قطر سرتېري وباسي.
بحرین هم وايي چې قطر په دې هېواد کې لاسوهنه کوي او پر ایران پورې تړلو کړیو ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې داسې اسناد هم خپاره شوې دي چې ښیې قطر تېر کال په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.