کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلورو عربي هېوادونو له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې

15 جوزا 1396 ساعت 10:37

سعودي عربستا، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې، او دا هېواد په منځني ختیځ کې پر بې‎ثباتۍ تورنوي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، له قطر سره څلورو عربي هېوادونو خپلې اړیکې ځکه پرې کړې دي چې وايي دا هېواد په منځني ختیځ کې نا امنیو کې لاس لري.
له دې ډلې سعودي عربستان وايي چې د دې هېواد په مشرۍ یمن کې له ائتلاف څخه به د قطر سرتېري وباسي.
بحرین هم وايي چې قطر په دې هېواد کې لاسوهنه کوي او پر ایران پورې تړلو کړیو ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې داسې اسناد هم خپاره شوې دي چې ښیې قطر تېر کال په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.


د مطلب کود: 144173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144173/څلورو-عربي-هېوادونو-له-قطر-سره-خپلې-اړیکې-پرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com