دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 144357
د طالبانو او داعش ترمنځ نښته د بوره غار ته نږدی
د ننګرهار سیمه ایز چارواکی د هیواد په ختیځ کی وایی چی د داعش تروریستی ډلی ددی لپاره چی د توره بوره غار سیمی تر تسلط لاندی کړی چی د طالبانو تر واک لاندی دی، نظامی عملیات شروع کړی او د طالبانو سره نښته کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د ګزارش له مخی، نښته د تیری ورځی څخه د داعش او طالبانو ترمنځ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالی صمدخیل سیمه کی چی د توره بوره غار ته نږدی موقعیت لری، شروع سوی او همداسی ادامه لری.
قاری هجرت الله، د پچیراګام ولسوال د آمریکا غږ ته ویلی دی چی د داعش تروریستی ډلی جنګیدونکی د توره بوره غار پناهګاووته رسیدو لپاره، د طالبانو سره جنګ شروع کړی دی.
په همدی حال کی د پچیراګام ولسوالی اوسیدونکی وایی چی د پرون مازدیګر څخه جنګ د طالبانو او داعش ترمنځ شروع سوی او داعش پوری اړوند کسان د طالبانو د کنترل څخه سیمی خارج کړی او اوس نښته ددی ولسوالی سید احمد خیل په سیمه کی ادامه لری.
د توره بوره غار د سید احمد خیل سیمی په څو کیلومتری کی دی.
د توره بوره غار د سپین غر غره لمن په یو غرنۍ سیمه کی واقع سوی دی چی هغه غار د دیورند خط هغه لوری ته د تللو او راتللو لپاره هم لاره لری.
په دی حال عطالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی د داعش او طالبانوترمنځ نښته د پچیراګام په ولسوالی کی پای ته رسیدلی دی او وضعیت آرام دی.
https://avapress.com/vdcjixevauqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته