د فاریاب ولایت چارواکی وایی، ددی ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۶ تنو وسله والو طالبانو وژل شوی دی.
فاریاب ولایت کی وسله والو طالبانو د افغان امنیتی پوستي بریدنوکری
18 جوزا 1396 ساعت 16:20
د فاریاب ولایت چارواکی وایی، ددی ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۶ تنو وسله والو طالبانو وژل شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، ددی ولایت چارواکی زیاتیو، چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید په پایله کې ۶ طالب وسلهوال وژل شوي او یو تنو ټپیان دی.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، کریم یورش په دی اړه رسنیو ټه وایی، د یاد ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۶ وسله وال هغه مهال وژل شوي چې د افغان امنیتی ځوکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل چې په دې نښته کې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د طالبانو برید په شا وتمبوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 144395