دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 144456
د بلخ ولایتی شورا رئیس افشا کیدنه په مزارشریف کی د شکاره الکولی مشروباتو خرڅوونی او قمارخانه وو څخه
د بلخ ولایتی شورا مشر خپل تازه اظهاراتو کی ویلی چی په مزارشریف کی الکلی مشروبات په شکاره ډول خرڅیږی. هغه وویل چی الکلی مشروبات د مزار د هوتل څخه شروع تر بلخ والی سیاسی دفتر پوری په شکاره ډول رانیول او خرڅول کیږی.
د افغان غږ افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د بلخ نوۍ ولایتی شورا مشر داکتر محمد افضل تاییدوی چی په بلخ کی الکولی مشروبات په علنی توګه خرڅیږی.
هغه وویل چی د رمضان مبارکی میاشتی په اتمه یو مجلس د بلخ والی په مشری، سیاسی احزابو سران، د پارلمان وکیلان او ولایتی شورا سرانو په ګډون جوړ سو او د همدی الکولی شرابو او قمار خانو په اړه بحث صورت ونیول.
هغه وویل چی داسی خبری کیږی چی د بلخ پولیس د شراب خرڅوونکو او قمارخانو سره همکاره دی او ددی کار څخه پیسی ترلاسه کوی.
د بلخ ولایتی شورا مشر وویل: د جلسی په اساس یو ډله د منکراتو څخه مخنیوی لپاره تاسیس سوه چی د حچ او اوقافو تر ریاست لاندی قرار لری.
په همدی حال کی د حج او اوقافو مشر وویل چی حتمآ استخباراتی او کشفی ځواکونو په دی کارباندی خبر دی او د هغوی ترمنځ معاملی شتون لری.
په همدی حال کی د بلخ پولیسو ویاند شیرجان درانی دا خبری رد کړی دی او ویلی دی چی په مزارشریف کی په آزاد توګه کوم دکان الکولی مشروبات نه سی خرڅولای.
https://avapress.com/vdcjixevmuqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته