دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 144459
ولسي جرګې د اعتراض کوونکیو له مشرانو سره خبرې وکړې
اعتراض کوونکي د تحصن له خیمو اته ورځې کیږي، چې د حکومت ضد شعارونه ورکوي. دوی د ستونزې د حل لپاره له ولسي جرګې سره خبرو ته غاړه ږدي؛ خو وروستۍ هوکړې ته نه رسیږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ژمنه د یوې حللارې موندل دی، چې حکومت او ولس له روان بد حالته وژغورل شي.
د اعتراض کوونکیو تنظیمونکی آصف آشنا وایي، د نورو غوښتنو تر څنګ له حکومت غواړي، چې پرې د قوم پالنې او نور تورونه ونه لګوي.
معترض عبدالطیف پدرام وایي، که څه هم دا دولت زه په رسمیت نه پېژنم؛ خو غوښتنه مې داده، چې د خلکو غږ واوري او د روان ناورین مخه ونیسي
. اعتراض کونکي وایی، چې حرکت یې مدني دی او هیڅ سیاسي لاس یې نه حمایه کوي.
حکومت تر اوسه د اعتراض کوونکیو د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلک غواړي، چې حکومت دې دغه ستونزه ژر حل کړي.
https://avapress.com/vdccp0qso2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته