کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل معترضینو غوښتنو او وروستیو پیښو په اړه په ارګ غونډه جوړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1396 ساعت 9:27


په پلازمینې کابل د وروستیو خونړیو پیښو او د معترضینو غوښتنو په اړه په ارګ ماڼی کې د ولسمشر غني او د ولسیې جرګې غړو ترمنځ غونډه جوړه.

د صدای افغان خبری آژانس،په دغه غونډه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د وینا پر مهال وویل، په کابل کې له وروستۍ تروریستي پېښې وروسته یې دوه کمیسیون جوړه شوي، چې په ترکیب کې یې د هېواد د ۳۴ ولایتونو استازي شامل دي.

هغه زیاته کړه، یاد کمیسیون له خپل منځ څخه دوه پلاوي انتخاب کړي چې یو له دې پلاویو څخه له معترضینو او حکومت سره د خبرو کولو دنده اخیستې ده.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، کمیسیون له معترضینو سره لیدلي او هغوی خپل مشخص لیدلوري وړاندې کړي دي چې په اړه یې به په کمیسیون کې د هغوی په لیدلورو بحث وشي.

ابراهیمي وویل، د کابل ښار اوسنی وضعیت د خلکو او بین المللي موسسو د اندېښنې لامل شوی ، له همدې امله کوښښ کوو چې دا ستونزه پایته ورسېږي.

ارګ ماڼی وایي، ولسمشر غني په کابل ښار کې تروریستي برید په ټولو بین المللي موازینو برید وو او د تروریستانو موخه دا وه چې په بین المللي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې وننګوي.

هغه زیاته کړه، چې دولت مکلف دی چې د خلکو مشروع غوښتنو ته رسیدګي وکړي او هر مشروع وړاندیز د منلو وړ دی.

سرچینه: خامه


د مطلب کود: 144516

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144516/د-کابل-معترضینو-غوښتنو-او-وروستیو-پیښو-په-اړه-ارګ-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com