دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 144537
ولسي جرګې د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره طرحه چمتو کړې
د پارلمان ۳۴ غړي له حکومت او لاریون کوونکو سره د مرکچي پلاوي وايي چې د طرحې لاسوند یې چمتو کړی چې د هغه پر بنسټ، په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو سربېره،په دغو بنسټونو کې د شکمنو او پوښتنې رامنځته کوونکو کړیو په لیرې هم ټینګار کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ولسي جرګې مرکچي پلاوی وایي، له حکومت سره تر خبرو وروسته، هغه طرحه به وروستۍ کړي چې اوس پرې کار کوي او دا طرحه به د تصویب لپاره د دوشنبې پر ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«د امنیتي بنسټونو په کادري سیستم کې د اصلاحاتو سربېره،په امنیتي بنسټونو کې د شکمنو کسانو او د هغو کسانو په اړه چې سوال موجود وي ګوښه کول هم په دغې طرحه شامله ده.
په همدې حال کې د دې پلاوي غړي وايي، چې په دغې طرحه کې یې د اعتراض کوونکو ‌‌ډېریو غوښتنو ته ځای کړې دیاو وایی د چې د اعتراض کوونکو د قانوني غوښتنو منلو لپاره به ورسره ودرېږي.
د دغه پلاوي بل غړی عبیدالله بارکزي هم څرګنده کړه:د قانون په چوکاټ کې، هغه غوښتنې یې چې قانوني دي موږ له هغوی سره همکار یوو.
https://avapress.com/vdcjtxevauqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته