دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 144661
مالیې وزارت: افغانستان له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته ترلاسه کړه

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړي دي.

د ماليې زارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، چې مالیې وزارت له ژمنې سره سم په ۵ برخو کې د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړه.

هغه زیاته کړه، چې تردا مهاله مالیې وزارت د ۹۰۰ میلون ډالرو مجموعي مرستو له جملې څخه ۵۵۰ میلون ډالره تر لاسه کړي دي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، پاتې مرستې به د عایداتي منابعو،تشکیلاتو،مالي مدیریت،دمرستومؤثریت او ولایتي بودجې جوړونې په برخوکې داصلاحاتوراستو په موخه د ۳ کلونوکې ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده نړیوال په خپل نوې راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنې ښودلې دي.

د راپور پر بنسټ د بې‎وزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او پڅه اقتصادي وده، د افغانستان راتلونکی ګواښي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-knzz23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته