دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 144678
کندهار والي: د معارف د اصلاح لپاره به يوه کمېټه جوړه کړو

د کندهار پوهنتون او د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مسئولينو نن سهار کندهار والي زلمي ويسا ته د خپلو فعاليتونو، پلانونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د کانکور ازمويني په باب د معلوماتو ورکولو تر څنګ وويل چي ۵ کلن ستراتيژيک پلان او يو کلن پلان يې جوړ کړی دی چي له مخي يې د خورا زياتو لاسته راوړنو تر څنګ کندهار پوهنتون د کيفیت په تضمين کي لومړی مقام ترلاسه کړ. هغه زياته کړه چي د کندهار پوهنتون استادان د دوبي په رخصتيو کي د معارف معلمينو ته د تدريس او نصاب په برخه کي روزنه ورکولای سي او دا به د معارف پر کيفيت لوی اغېز ولري.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنېر شېرشاه رشاد وويل چي دا پوهنتون سږ کال ۲۷ کلن سو او اوسمهال ۱۲ پوهنځي، د هوا پېژندني سيسټم، د کارموندني څانګه او باچا خان علمي څېړنيز مرکز لري. هغه زياته کړه: کندهار پوهنتون ۲۶۸ استادان لري چي ۴ يې دوکتوران او ۸۸ يې ماسټران دي. اوس مو ۷ نور استادان دوکتورا او ۶۲ ماسټرۍ ته لېږلي. ۹۶۱۴ محصلين لرو او سږ کال مو ۱۰۲۶۲ فارغين ورکړل.
د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس هم د دې پوهنتون په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي هند ته يې استادان د نورو زدکړو لپاره لېږلي او په دې پوهنتون کي يې د زراعت نمايشي قطعات جوړ کړي دي.
کندهار والي زلمي ويسا د پوهنتونونو پر لاسته راوړنو خوښي وښوده او ويې ويل چي د پوهنتون تر څنګ بايد د معارف پر کيفيت او هلته د موجوده فساد پر له منځه وړلو کار وسي. هغه زياته کړه چي د معارف د اصلاح لپاره به يوه کمېټه جوړه څو د پوهنتون د مشرانو استادانو په توسط نه يوازي د فساد جرړي له منځه يوسو، بلکي کيفيت يې رالوړ کړو.
ښاغلي ويسا وويل چي معارف سمي رهبرۍ ته اړتيا لري څو اصلاحاتو ته لار هواره سي او اصلاحات بايد لومړی له کندهار پيل سي. نوموړي ژمنه وکړه چي په نژدې وخت کي به د پوهنتون او ښوونځيو د استادانو ګډه غونډه جوړه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdycw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته