دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 144877
مالیې وزیر د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) د مدیره پلاوي په دویمې کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) د مدیره پلاوي په دویمې کلنۍ ناسته کې چې د جنوبي کوریا په جیجو جزیرې کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې ناسته کې چې د یاد بانک ټولو غړو ګډون کړې وو، مالیې وزیر، په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو، لومړیتوب لرونکو پروژو، د پروژو په مالي ملاتړ، د هیواد په کچه د ریل پټلۍ، د کندهار ولایت هوایې ډګر بیا رغولو، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د ترانزیټي لارې، د وچو بندرونو د جوړولو او د پایه داره انرژۍ د سرچینو، د کابل د شاتوت او د کنړ ولایت د شال شګي د بندونو، په ننګرهار ولایت کې د حصار شاهي د سولر پارک او د هیواد په یو شمېر نورو مهمو پروژو ګډونوالو ته هر اړخیر معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۶ کال د وري میاشتې په ۳ مه نېټه افغانستان د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) غړیتوب تر لاسه کړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgut9quak9t74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته