دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د اجنډا مطابق یې د شرکتونو د طبقه بندۍ د پالیسۍ، د هرات د سمنټو فابریکې د جوړولو او د کباړ وسپینې (داغمه) د پلور په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه
29 جوزا 1396 ساعت 1:06
دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د اجنډا مطابق یې د شرکتونو د طبقه بندۍ د پالیسۍ، د هرات د سمنټو فابریکې د جوړولو او د کباړ وسپینې (داغمه) د پلور په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د شرکتونو د طبقه بندۍ د پالیسي په اړه، معلومات ورکړل او وې ویل، د دې پالیسي د ترتیب پرمهال د دولت ټول تدارکاتي قوانین په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي مراد وویل، د شرکتونو د طبقه بندۍ لپاره د میکانیزم ایجاد، د پروژو داوطلبۍ بهیر کې په شرایطو د برابرو شرکتونو دقیقه پېژندنه او ارزونه، د تدارکاتو پروسه کې شفافیت او چټکتیا، په لوړ کیفیت د پروژو پر وخت، موثر او ګټور تطبیق، فساد سره مبارزه، د خصوصي سکتور د ظرفیت لوړول او د مالیې ورکولو بهیر ښه والی د دې پالیسۍ موخو کې شامل موارد دي.
د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مشر شېرباز کمین زاده وویل، ISO جوازونه چې پاکستانۍ او هندي کمپنۍ یې ورکوي د اعتبار وړ نه دي، نو د دغو جوازونو ورکول باید ایسا ادارې ته ورکړل شي.
د ولسي جرګې استازي عبیدالله رامین: د شرکتونو د طبقه بندۍ پالیسي باید دقیقه وکتل شي چې زموږ له قوانینو او مقرراتو سره ټکر او تداخل ونه لري.
جمهور رئیس غني د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل: د موجوده شرکتونو درجه بندي او د انګېزې د ایجاد دوه برخې باید جلا شي . هغه زیاته کړه، که معیار په پام کې ونیول شي، نو انګېزه په خپله رامنځته کېږي.
هغه وویل چی لومړی معیار باید د پانګې جذب وي. هغه زیاته کړه، په دې کې باید مالکیت او مدیریت سره جلا شي.
جمهور رئیس غني له PSPچکي کمپنۍ څخه په مننې چې د هرات د سمنټو فابریکې د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي وویل، خصوصي سکتور زموږ عمده شریک دی. هغه زیاته کړه، کانونو وزارت باید د ټولو کانونو مدیریت وکړي.
محمد اشرف غني تینګار وکړ، د ټولو فابریکو واضح جدول دې ترتیب شي چې څومره تولید لري او د تولید فورمول هم باید معلوم وي. هغه زیاته کړه، د ملي دفاع وزارت کباړ اوسپنې
.ډېرې دي او جلا بحث ته اړتیا لري.
ارګ ریاست جمهوری
د مطلب کود: 144981