کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پارلمان دوه نمایندګان مدعی سو:

حکومت غواړی د وکیلانو او سیاسی منتقد کسانو غږ بند کړی

30 جوزا 1396 ساعت 18:34

د نمایندګانو مجلس غړۍ ادعا کوی چی حکومت د هغه کسانو لپاره چی په پارلمان او یا دباندی د هغه څخه د حکومت کارکرد څخه نیوکی کوی، قضیه جوړوی.


د آوا په ګزارش سره، جعفری مهدوی؛ د مجلس غړۍ د مجلس په ناسته کی وویل: حکومت هڅه کوی چی د هغه کسانو په وړاندی چی په پارلمان کی د حکومت په وړاندی اصلاح غوښتنی نه بل ادعا نه لری سرکوب کړی.
ښاغلی مهدوی زیاته کړه: داسی اوریدل کیږی چی د درانده جرایمو ریاست ته دنده سپارل سوی دی چی منتقد وکیلانو لپاره دوسیه جوړه کړی تر څو هغوی د حکومت څخه په سکوت باندی مجبوره کړی.
هغه دی ته په اشاره سره چی د حکومت دا موضوع و دیکتاتوری لوری ته حرکت دی، وویل: که منتقدین په هر صورت سره سکوت ته مجبوره سی، د نظام شیرازه به سقوط وکړی.
هغه د مجلس مشر څخه وغوښتل چی د یو مکتوب په استولو سره و حکومت ته وویل سی چی په دوسیه جوړونی سره د خلګو غږ د وکیلانو په غاړه کی بند نه کړی.
په همدی حال کی عارف رحمانی، په مجلس کی د غزنی خلګو نماینده هم د ښاغلی مهدوی خبرو په تایید سره وویل چی قضیه د پرونده یا دوسیه جوړونی څخه تیر سوی دی.
هغه وویل: د ۲۰ تنو په شمیر وکیلان زما په شمول چی د حکومت څخه نیوکه کوی، په دی نوملړ کی شامل یو، موږ د هغه نیوکو په خاطر چی کوو لګښت ورکوو او د ګواښ په وړاندی قرار لرو.
د ریاست جمهوری ارګ هر وخت اعلان کړی دی چی په افغانستان کی د آزادی بیان حق څخه ملاتړ کوی اود منتقدانو نظر ته احترام کوی.


د مطلب کود: 145081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145081/حکومت-غواړی-د-وکیلانو-او-سیاسی-منتقد-کسانو-غږ-بند-کړی

آوا
  https://www.avapress.com