کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کی 20 تنه داعش وسله وال وژل سوی دی

31 جوزا 1396 ساعت 17:23

د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې دوشنبې داعشیان د درزاب ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو چې د یادې ډلې ۲۰ وسله‎والو وژل کېدو سره نښته پای ته رسېدلې ده.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د جوزجان امنیه قومندان، رحمت‎الله ترکمنستاني نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۱مه) وایي چې داعش جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ(غبرګولي۲۸مه) پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د تیرې شپې تر ناوخته پورې دا نښتې روانې وې.
د نوموړي په وینا، په دې نښتو کې ۲۰ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان همداراز د شپږو امنیتي ځواکونو وژل کېدل او د درېیو نورو ټپي کیدل هم تائیدوي.
نوموړی وایي چې، کمانډو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم درزآب ولسوالۍ په شمال کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول.


د مطلب کود: 145128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145128/په-جوزجان-کی-20-تنه-داعش-وسله-وال-وژل-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com