دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 145206
د ټولنی ساتنه په زور او استبداد سره امکان نه لری
افغان ولسمشر د ارګ او خلکو په مناظره کې د خبرو پر مهال وویل؛ ټولنه پر زور او استبداد نه ساتل کیږي او دغه راز پر زور هم مخکښ ژوند نه شي تر سره کیدی. د حکومت دارۍ اصل په حکومت کې د خلکو پر برخه اخیستو ولاړ دی، چې پر وینا یې باید پر ملي هویت سمبال وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس د جغرافیې له زندانه وتلی دی؛ ځکه په وینا یې د اقتصاد له اړخه نور په یو ګاونډ هېواد ولاړ نه دی. افغانستان نور د شمال له لوري د سیمې له هېوادونو سره وتړل شو او تاسې په تېرو دوه نیم کلونو کې د خوراکي توکو له لږوالي سره هم مخ شوي نه یاست.

د ملګرو ملتونو د سازمان په چارو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي، د ارګ له دیوالونو د خلکو غږونه راتېرشوي او د مخکښانو غږ د ځواک منځي ته رارسیدلی دی. مونږ د حکومت په کار، د مسوولو مخکښانو په هڅو او د حکومت په ځواب کې حرکت وینو.

په دې ناسته کې د اصلاحاتو خبره کیږي، چې وخت به ونیسي؛ خو ګام په ګام به وي، ځکه ولسمشر وایي: په نظام کې چټک بدلون به د منفعت غوښتونکیو ډلو له کلک مقاومت سره مخ شي.
https://avapress.com/vdcdzk0f9yt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته