کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو د درزاب ولسوال وژل سوی

2 سرطان 1396 ساعت 16:29

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال د خپل ساتونکي قاري امان لخوا ووژل شو.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د جوزجان امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، هوایي ځواکونه درزاب ته رسیدلي او د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د نوموړي په وینا؛، وسلوالو مخالفینو د پنجشنبې په شپه د ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه، چې د امنیتي ځوکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.
هغه زیاتوي، د طالبانو د درزاب ولسوال د خپلو ساتونکیو لخوا وژل شوی او ساتونکي یې داعش ډلې ته تسلیم شوي دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ الله ندرت وایي، د درزاب په وروستیو جګړو کې خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي او که دولت پام ونه کړي، په دې ولسوالۍ کې انساني ناورین را منځته کیږي.
د درزاب پخوانی ولسوال رحمت الله حشر وایي، ګڼو ملکیانو ته په وروستیو جګړو کې مرګ و ژوبله اوښتې ده او که دولت ژر یې لاسنیوی ونه کړي؛ وضعیت به نور هم کړکیچن شي.
د چهارشنبې په ورځ هم وسلوالو مخالفینو پر درزاب ولسوالۍ برید کړی و، چې څلویښت بریدګرو ته په کې مرګ و ژوبله واوښته او شاتګ ته اړ شول.


د مطلب کود: 145247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145247/د-طالبانو-درزاب-ولسوال-وژل-سوی

آوا
  https://www.avapress.com