دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 145273
د پاکستان په پاراچنار ښار کی دوه تروریستی بریدونه ۸۸ تنو ته مرګژوبله واړوله
د پاکستان پاراچنار ښار کی د دوو تروریستی بریدونو له امله لږ ترلږه ۸۸ تنوته مرګژوبله واوښته.
دا چاودنه د پاراچنار ترمینال نږدی رامنځته سوه. د چاودنی وروسته امنیتی ځواکونه سیمه تر کنترل لاندی ونیول.
د پاراچنار ښار تروریستی برید شهیدانو شمیر ۱۸ تنه او ټپیانو شمیر د ۷۰ تنو څخه ډیر سو.
تراوسه کومه ډله ددی بریدونو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستۍ.
پرون سهار د بلوچستان ایالت په مرکز کویته ښار کی د تروریستی برید له امله ۱۳ تنه شهید او ۱۶ تنه نور ټپیان سو.
لمړۍ چاودنه په داسی حال کی ترسره کیږی چی روژه لرونکی خلګ د روژه مات او کوچنی اختر د وسایلو د رانیولو په حال کی وو.
دوهم چاودنه په داسی حال کی ترسره کیږی چی خلګ ټپیانو سره مرسته کولو په حال کی وو.
سیمه ایز چارواکی وایی چی په ټولوسیمه ایز روغتونونو کی وضعیت فوق العاده اعلان سوی دی.
https://avapress.com/vdchqmnzx23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته