دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 145276
طالبانو د سولې د عالي شورا  بلنه ونه منله
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په هېواد کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غبرګون کې ګواښ وکړ د طالبانو له خوا دجګړې دوام، هغه تېروتنه ده چې دغه ډله یې ترسره کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ښاغلي خلیلي، پرون(د چنګاښ په ۲ مه)د جمعې لمانځه د ادا لپاره د کابل یوه جومات ته تللی وه،هلته یې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې جګړه نه د دولت په ګټه ده او نه هم د مخالفو وسله‎والو.
د سولې عالي شورا رییس په داسې حال کې له طالبان غواړي چې له سولې سره یوځای شي چې د طالبانو د یوې ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسب په خپل پیغام کې،افغانستان ته د ډېرو سرتېرو له استولو سره خپل مخالفت ښودلی دی.
ملا هبت الله په خپل پیغام کې ویلي، کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دې هېواد کې به سوله ټينګه شي. او افغانستان به بیا نه یوازې واشګنټن بلکې ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
د سولې د عالي شورا رییس وویل: له ټولو مخالفو وسله‎والو په ځانګړې توګه د طالبانو له تحریک څخه غواړم چې د سولې پروسې ته دې ډېره هڅه وکړي او ټینګ ګامونه دې پورته کړي.
په همدې حال کې، ښاغلی خلیلي، په شفافه توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي او وايي چې د خلکو ارادې ته باید درناوی وشي.
هغه په ډاګه کړه:«په ځلونو مې ویلي اوس بیا هم وایم چې د سولې په بهیر کې د یوې خوا ماته مطرح نه ده.»
بل لور، ښاغلی خلیلي ټینګار کوي چې ډېر ژر به د سولي عالي شورا د مشر په توګه کار پیل کړي.
هغه زیاتوي:«د افغانستان مخالف وسله‎وال یوه پخوانی هیله چې لري قومي او مذهبي تفرقه ده، موږ د قومي او مذهبي تفرقې خوند لیدلی او موږ احساس کړی؛چې خلک نور هغو ورځو ته نه ستنېږي.»
https://avapress.com/vdca0mn6i49nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته