د افغانستان او هند ترمنځ د ځانګړي تجارتي دهلېز په چوکاټ کې له کندهار څخه د تازه او وچو میوو صادارت نن رسماً پرانیستل شو.
هندوستان ته د کندهار د تازه او وچو میوو صادارات پیل شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سرطان 1396 ساعت 9:42
د افغانستان او هند ترمنځ د ځانګړي تجارتي دهلېز په چوکاټ کې له کندهار څخه د تازه او وچو میوو صادارت نن رسماً پرانیستل شو.
په کابل کې د هندوستان سفارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د د هوا له طريقه د شنبې په ورځ هندوستان ته ۵۰ ټُنه مېوه صادره شوه.
د افغانستان او هند ترمنځ د ځانګړي تجارتي دهلېز تیهره اونی رسماً د ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د هند سفیر له خوا پرانیستل شو.
د افغان چارواکو په وینا، په لومړی پرواز کې د یوولس میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې هند ته صادر شوي دي.
هند په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت یو نوي مرستو بسته اعلان کړه.
د مطلب کود: 145319