کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سلما بند په ساتندویه ځواکونو حمله کې ۱۰ افغان پوځیان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سرطان 1396 ساعت 13:47


د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، پرون شپه د سلما بند په ساتندویه ځواکونو وسله والو طالبانو حمله کړې او لس افغان پوځیان یې وژلي دي.

د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي ازادي راډیو ته نن په ټلیفون د افغان پوځیانو وژل کېدل تائید کړل او ویې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.

په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتندویه ځواکونو او وسله والو طالبانو نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی و.

د هرات د امنیه قومانداني ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر نور ځواکونه د پېښې سیمې ته لیږل شوي دي.


د مطلب کود: 145353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145353/د-سلما-بند-په-ساتندویه-ځواکونو-حمله-کې-۱۰-افغان-پوځیان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com