کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا مقصد د افغانستان ثبات نه دی

6 سرطان 1396 ساعت 10:16

د امریکا متحده ایالاتو لومړنی متحد، چی اوس پر دغه هېواد ډېرې نیوکې کوي؛ د چین له سي جي تي ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ د امریکا متحده ایالاتو اجندا د افغانستان ثبات نه دی.


د (آوا) په گزارش سره, د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د امریکا اجندا د افغانستان ثبات نه دی، که د امریکا د کار دستورهمدا وای په افغانستان کې به اوس ثبات ټینګښت موندلی و. دا اجندا داسې لکه، چې اوس ښکاري له افراطیت سره اغېزناکه مبارزه نه وه. که داسې وای له پېنځلسو کلونو وروسته به مونږ اوس مصون وو او افراطیت به لږ و. له دې سره سره، چې امریکا په افغانستان کې حضور لري مونږ ګورو، چی داعش را څرګند شو.
هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالۍ پای د امریکا په رښتینولی او د جګړې په مسوولانه پای ته رسولو پوري تړي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر تائیدوي، چې د افغانستان وضعیت د ناوړتیا په حال کې دی او دلیل يی د ترهګرې پروړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د امریکا نمیګړي عملیات او تېروتني ګڼي.
د نوموړي په وینا؛ متاسفانه په افغانستان کي امنیتي وضیت د ناوړتیا په حال کې دی؛ د یو شمېردلایلو له امله، په پیل کې، چې کله امریکا افغانستان ته د امنیت د ټینګښت او ترهګرې پروړاندې مبارزې په نامه راغله د ترهګری پر مرکزونو او پټنځایونو یې تمرکز، ونکړاو پرځای یې په دې څوارلس کلونو کې په افغانستان کې پر کلیو بمونه وغورځول، افغانانو ته یې زیان ورساوه او زندانیان یی کړل.
د هغه په وینا؛ افغان امنیتي ځواکونه لږ روزل شوي او سمبال شوي او د ترهګرې پروړاندې مبارزه د یوې سیمه ییزې او نړیوالې تګلارې له مخې نه ده شوې.
حامد کرزی وايي؛ زه غواړم ووایم یو څوک شته، چی ترهګرو ته روزنه ورکوي او هغوی تمویلوي او سمبالوي؛ نو هغه څوک دي؟
کرزی زیاتوي، امریکا باید له روسیې، ایران، چین، هند او پاکستان سره په ګډه په رښتیني توګه د افغانستان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.
د افغانستان دا پخوانی لوړ پوړی چارواکي په داسي حال کې دا څرګندونې کوي، چې په سپینه ماڼې کې د افغانستان په اړه د واشنګتن پر تګلاره بحث روان دی.


د مطلب کود: 145406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145406/د-امریکا-مقصد-افغانستان-ثبات-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com