کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د الزهرا(س) مسجد د پیښی د شهدا وو او کورنیو سره په لیدنه کی:

دشمن هیڅ وخت نه سی کولای د افغانستان د مذاهبو پیروانو ترمنخ تفرقه واچوی

8 سرطان 1396 ساعت 9:25

محمد اشرف غنی، د هیواد ولسمشر پرون د الزهرا مسجد د پیښی شهداوو کورنیو سره په لیدنه کی ټینګار وکړ چی دشمن هیڅ وخت به ونه توانیږی چی د افغانستان مذاهبو پیروانو ترمنځ تفرقه واچوی.


د افغان غږ (آوا) په خبرګزاری سره، دوه انتحاری کوونکی مهاجم د جوزا په ۲۵ نیټه او درمضان میاشتی ۲۱ شپه، د الزهرا مسجد باندی برید وکړ چی په نتیجه کی د یو انتحاری چاودنی په ترڅ کی اته تنه د حاجی رمضان، یو قومی متنفذین په شمول شهید او ځینی شمیر هم ټپیان سول. د داعش تروریستی ډله د الزهرا مسجد باندی برید مسئولیت په غاړه اخیستۍ دی.
د الزهرا مسجد د کابل په لویدیځ کی د شیعیانو یو مهم مسجدونو څخه دی او خینی جهادی سران او دولتی چارواکی ددی مسجد په مذهبی مراسمو کی حضور پیدا کوی.
په دی حال کی ولسمشر غنی پرون غرمی مخکی د شهیدانو د کورنیو سره په ارګ ماڼۍ کی لیدنه وکړه او د حاجی رمضان حسین زاده او نورو شهیدانو څخه چی د ژوند د ورکولو په بدل کی د نورو ژوند وژغورله په نیکی یاد کړه.
ولسمشر غنی وویل: حاجی رمضان یو خیر شخصیت وو چی خپل ثروت د خلګو د خدمت په لاره کی مصرفوله او د یو ښه مصلح په توګه په ټولنه کی فعالیت درلود.
هغه د شهید نوابی او شهید نبی زاده، پولیس ځواکونو کورنیو څخه چی د تروریستانو په وړاندی ځان سپر کړ هم مننه کړه.
ولسمشر غنی وویل: ما امر کړی دی چی د نوابی او نبی زاده او زنبق څلور لاری شهیدانو په څیر کسانو څخه تقدید وسی او کورنیو ته خاص توجه صورت ونیسی.
وروسته حاجی رمضان حسین زاده زوی عبدالحسین رمضان زاده، د ولسمشر څخه وغوښته چی ددی پیښی عاملین دی وپیژندل او مجازات سی.


د مطلب کود: 145501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145501/دشمن-هیڅ-وخت-نه-سی-کولای-د-افغانستان-مذاهبو-پیروانو-ترمنخ-تفرقه-واچوی

آوا
  https://www.avapress.com