دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 145581
د افغانستان ژغورلو لپاره د عالی شورا ائتلاف شتون اعلان وروسته د حکمتیار سخت غبرګون
ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامی ګوند مشر د ( افغانستان ژغورلو لپاره د عالی شورا ائتلاف ) د موجودیت اعلان وروسته سخت غبرګون وښوده او اعلان کړ چی افغانستان حکومت ضعیفولو اجازه هیڅ یو ته نه ورکوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره محمد محقق، د اجرایی ریاست معاون او افغانستان اسلامی وحدت ګوند مشر او همدارنګه سترجنرال عطامحمد نور د بلخ والی او اسلامی جمعیت اجرایی شورا مشر او همدارنګه سترجنرال عبدالرشید دوستم د ریاست جمهوری لمړۍ معاون او ملی جنبش مشر په ترکیه کی نوی ائتلاف جوړ کړ.
هغوی ټینګار وکړ چی دا ائتلاف د هیواد سخت امنیتی او سیاسی شرایطو او د ملی وحدت حکومت اجراات کی رامنځته سوی غیری قانونی پروسی ته په کتو سره، د ملی وحدت زیان لیدل او د خلګو او حکومت او سیاسی جریانونو ترمنځ د واټن په ډیریدو سره او د نظام د سقوط مخه نیولو لپاره او ملی باور او اعتماد اعاده لپاره صورت نیولی دی.
په دی حال کی، ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامی ګود مشر څو ددی اعلانیی خپریدو څو ساعته وروسته اعلان کړ چی هیڅ یو ته به د نظام تضعیف او هرج او مرج تشدید لپاره به اجازه ورنه کړی او د هغوی په وړاندی به ودریږی.
د اسلامی ګوند مشر وویل چی موږ د هر اقدام څخه چی د اصلاح او نظام پیاوړۍ کیدو او امنیت تامین او په هیواد کی د عدالت سبب سی، ملاتړ کوو، خو د هغه پریکړو په وړاندی چی د نظام ضعیفیدو او هرج او مرج ډیریدو سبب ګرځی، نه یواځی دا چی ملاتړ یی نه کوو بلکه دداسی څه اجازه هیڅ یو ته نه ورکوو، بلکه د خپل ملت سره د هغه په وړاندی دریږو.
په همدی حال کی شاه حسین مرتضوی د ریاست جمهوری ویاند هم د سیاسی ائتلاف موجدیت علان وروسته، اعلان کړ چی مناسب بدیل طرحه کیدلای سی د مشکلاتو څخه وتلو لپاره مرسته وکړی، خو زوړ نسخه شفا بخشه نه دی.
هغه، خپل ټولنیز فیس بوک پاڼه کی ولیکل چی موږ د هر ګام څخه چی د ملی ګټو او هیواد آبادولو په لاره کی وی، ښه راغلاست کوو.
هغه زیاته کړی چی د هیواد خلګ تیر سخت وضعیت په یاد لری او د هیواد جاری وضعیت دا ایجابوی ترڅو سیاسی اجماع سره، له یو لوری د چارو ښه کیدو او اصلاحاتو سره مرسته وکړی او له بلی خوا په یو اتفاق سره د دشمن سره مقابله وکړو.
https://avapress.com/vdcjoievvuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته