کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د ملکي وګړو پر موټر خونړی چاودنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1396 ساعت 14:00


په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پیښه تیره ورځ ناخته د اچین ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوه.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار لایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ باندړ درې سيمه کې نن غرمه دولس په يو ډاډسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې،چې امله يې اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لومونيو معلوماتو له مخې دپېښې ټول کسان ملکي وګړي وو،چې ټپيان يې د غني خيلو روغتون ته ليږل شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دى .

د سیمه ییز چارواکو په وینا، د سړک غاړې ماين د داعش وسله والو له لورې ځاى پر ځاى شوى وو.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 145608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145608/ننګرهار-کې-د-ملکي-وګړو-پر-موټر-خونړی-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com