دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 145644
د قندوز دشت ارچی باندی د طالبانو تهاجمی بریدونه
په قندوز کی سیمه ایز سرچینی وایی چی طالبان تیره شپه ددی ولایت دشت ارچی ولسوالی باندی خپل تهاجمی برید شورع کړی دی او تر اوسه ادامه لری.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، یو حکومتی سرچینه وایی چی د طالبانو سهار برید دفع سو او دوهم برید یی د امنیتی ځواکونو او دفاعی ځواکونو سخت مقاومت سره یوځای وو.
دا سرچینه تاییدوی چی نښته تراوسه روانه ده.
په همدی حال کی د قندوز پولیس قوماندان وایی چی د طالبانو تهاجمی بریدونه د دشت ارچی پر امنیتی پوستو باندی د امنیتی او دفاعی ځواکونو غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ سوی دی.
عبدالحمید حمیدی، د قندوز پولیسو قوماندان وویل: امنیتی وضعیت مخ په ښه کیدو دی، او بریدنه په شا تمبول سوی دی.
ښاغلی حمیدی وویل چی په دی بریدونو کی امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو په دی بریدونو کی ۱۹ تنه وژل سوی او څو ټپیان درلودل او ځینی یی هم تښتیدلی دی او په مکتبونو او مسکونی کورونو کی ځان پټ کړی دی.
https://avapress.com/vdcjxievxuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته