دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 145648
د اروپا اتحادیه او افغانستان ترمنځ د همکاری توافقنامه تصویب سو
د نمایندګانو مجلس د افغانستان او اروپا اتحادیه ترمنځ د همکاری توافقنامه پرون(شبنه) د وکیلانو د اکثیریتو په رایو سره تصویب کړ.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا توافقنامه رسمی او ساختاری چارچوب دی چی د افغانستان او اروپا اتحادیه ترمنځ همکاریو مدیریت کوی او همدارنګه د اروپا اتحادیه لس کلنه تعهد شکاره کوی او افغانستان حکومت سره د خودکفایی برنامو تطبیق کی مرسته کوی.
داوود کلکانی، د مجلس بین المللی اړیکو کمیسیون غړۍ ددی توافقنامی د ارایه کولو په وخت کی وویل چی دا توافقنامه په افغانستان او سیمه کی د سولی او امنیت څخه ملاتړ، باثباته سیاسی دموکراتیک فضا پایدار پراختیا او پیاوړی کیدو او افغانستان همګرایی د نړۍ په اقتصاد کی، منظم خبرو اترو رامنځته کونه د سیاسی مسایلو لکه بشر حقوق او د طرفینو مشترک تعهد په برخه کی پراختیایی همکاریو ترویج لپاره چی فقر او مساعدتونو موثریت ریشه کنه کړی، امضا سوی دی.
دا توافقنامه د قانون تطبیق، معارف، اداری فساد سره مبارزی، تروریزم تمویل څخه مخنیوی او سازمان یافته جرمونو لکه مخدره توکو څخه مخنیوی لپاره د افغانستان او اروپا اتحادیی ترمنځ لس کلنی رسمی همکاری په بر کی لری.
ویل کیږی چی د اروپا اتحادیه دا توافقنامه، افغانستان سره اتومی امنیت اندیښنو حل په برخه کی او اقلیم بدلون کی مرسته کوی.
https://avapress.com/vdcdok0fjyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته