دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 145651
د افغانستان ژغورنی ائتلاف د ولسی جرګی د غبرګونونو سره مخ سو
د عطامحمد نور، جنرال دوستم او د محمد محقق ائتلاف په ولسي جرګه کې له غبرګونونو سره مخ شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق نظري وایي، دا ډول ائتلافونه د ملي ګټو پر بنسټ نه دي او ځینې کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره پرې لاس پورې کوي.
د نوموړي په وینا؛ د هېواد په اوسني حالت کې باید له نظامه ملاتړ وشي او له بحرانه وژغورل شي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې سایره شریف وایي؛ کله، چې په حکومت کې وي او امتیازات لري؛ هیڅ خبره نه ده؛ خو ، چې امتیازات ترې واخیستل شي بیا ائتلافونه جوړوي او پخپله د بحران رامنځته کوونکي کیږي.
د ولسي جرګې غړی الماس زاهد وایي، د ائتلافونو جوړول د خلکو په ګټه ده او هیله ده، چې دا حرکتونه ثبات رامنځته کړي.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال محمد نذیر احمد زی وایي، د اساسي قانون په اډانه کې د ائتلافونو جوړول او لاریونونه تر سره کول د ستاینې وړ دي؛ خو له دې ور اخوا اقدام به د ولسي جرګې له مخالفت سره مخ شي.
د نوموړي په وینا؛ د خلکو پر سرنوشت باید بله سیاسي لوبه پیل نشي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې هېواد له ستونزمنو شرایطو سره مخ دی؛ امنیتي او سیاسي کړکیچ بې باوري پراخه کړې او اړتیا ده، چې د حکومت ملاتړ وشي که څه هم نیمګړتیاوې لري.
د دوی د ویناوو له مخې؛ که له نظام ملاتړ ونه شي، وضعیت به نور هم خراب شي.
https://avapress.com/vdchmmnzz23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته