دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 145670
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل استعفی ورکړه

په سویل ختیځ غزني ولایت کې حکومتي چارواکي وایي، جنرال امین الله امرخېل د یاد ولایت د امنیه له مشری استعفی کړې ده.

چارواکي زیاتوي، چې جنرال امرخېل د روغتیایي ستوزو له کبله له خپلې دندې استعفی کړې ده.

د غزني امنیه قومانداني ویاند فهیم امرخېل وایي، د جنرال امرخېل پرځای د ۳۰۳ میوند زون د تحقیقاتو مدیر سمونوال مصطفی مایار د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ښاغلي امرخېل په وینا، د غزني ولایت امنیه قوماندان استعفی تیره ورځ د حکومت مشرتابه له خوا ومنل شوه.

د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جنرال امرخېل د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکتوبر میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني امین الله امرخېل د غزني د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی و.

نومړې په داسې حال کې استعفی ورکوي چې د غزني ولایت امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دي او یاد ولایت د طالبانو او داعش وسله والو له ترهګریز ګواښونو سره مخ دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciywazut1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته