دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 145707
افغانستان او ترکمنستان به د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي

په پام کې ده د افغانستان او ترکمنستان مشران په خپلو کې د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي.

د صدای افغان خبری خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په همدې ارتباط د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په يو ورځني سفر ترکمنستان ته روان شو.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې وويل چې محمد اشرف غني د يوه لوړ رتبه دولتي هيئت په مشرۍ نن سهار عشق اباد ته روان شو.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د رهبرانو په حضور کې به د همکاريو موافقې لاسليک شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyievauqexaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته