دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 145714
ولسمشر: سپین بولدک او قندهار به د وسپنی خط له لاری سره ونښلی
ولسمشر غنی د سپین بولدک او قندهار د نښلولو هڅو څخه د وسپنی پټلی په واسطه، خبر ورکوی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، ولسمشر غنی د شنبه په شپه د قندهار ځوانانو، مدنی او سیاسی فعالینو سره په لیدنه کی وویل: د چین سره په خبرو کی یو ترڅو سپین بولدک او قندهار د وسپنی له لاری په واسطه ونښلول سی.
سپین بولدک د قندهار ولایت په جنوب کی او پاکستان کویته په شمال کی دی. دا ښار د پاکستان مرز سره سم د دیورند خط سره موقعیت لری.
سپین بولدک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د واردیدو دوهم مهم پورت دی؛ چی د پاکستان لوری د چمن او افغانستان لوری ته سپین بولدک وایی.
ولسمشر غنی وویل چی که کابل د افغانستان مرکز دی باید د یاده ونه باسو چی قندهار د هیواد سیاسی زړه دی.
هغه زیاته کړه چی ترکمنستان ته نږدی سفر کی به قندهار ته د بریشنا لین تمدید په اړه خبری وکړی.
ښاغلی غنی د هلمند خانشین لیتیم معدن او مرمراو رخام معدنونه د هیواد مهم معدنونه وبلل او لوی قندهار خلګو څخه وغوښته ترڅو ددی معدنونو دوهم ځلی په پښو دریدنه کی مرسته وکړی.
هغه اداری اصلاحات مهم بللی او د ځوانانو څخه وغوښته ترڅو د اداراتو په پښو دریدلو لپاره د قندهار مربوطه ولایاتو ته ولاړ سی، ځکه که دا کار ترسره نه کړی نو متوازن انکشاف به رامنځته نه سی.
ولسمشر وویل چی خلګو ته باید قناعت ورکړل سی ترڅو خپل انجونی مکتب ته واستول سی او موږ باید د انجونو تعلیم لپاره زمینه برابره کړو.
هغه زیاته کړه چی د سهیمه ورکول د مشکل حل لاره نه دی، بلکه باید د آزاد رقابت له لاری باید ځوانان تعلیمی او تحصیلی نهادونو ته لاره ومومی.
ولسمشر غنی د معارف وزارت معین ته هدایت ورکړ ترڅو د قبایلی لیسو په شان، د لوی قندهار هر ولایت ته یو لیسه جوړ سی.
هغه همدارنګه د ښار جوړونی وزیر ته هدایت ورکړ چی د دارلامان ماڼۍ جوړولو ته جدی پاملرنه وکړی ترڅو دا ثابت سی چی حکومت د غازی امان الله طرحی عملی کوی.
https://avapress.com/vdchzmnzk23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته