دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 145715
د داعش ډله لس تنه طالبانو سرونه پریکړل
په جوزجان کی سیمه ایز چارواکی وایی چی داعش ډله، لس تنه طالبان چی څلور ورځی مخکی د درزاب په ولسوالی کی په اسارت نیولی وو، سرونه پریکړۍ او یو څاه ته جسدونه وراچولی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، بازمحمدداور د درزاب ولسوالی سرپرست وویل چی د طالبانو څخه لس تنه، د جمعی په ورځ د قوماندان بلال په مشرتابه سره، د فاریاب څخه درزاب ولسوالی ته روان وو، چی د داعش ډلی د کسانو کمین سره مخ سو.
هغه زیاته کړه: هغوی د یو لنډ نښتی وروسته د داعشیانو له لوری په اسارت نیول سوی دی او د سردره قریه ته نږدی څخه د درزاب ولسوالی آق بلال قریه ته لیږدول سوی دی او دا کسان وروسته ددی چی دوه شپی په بند کی تیرکړل، ټوله سرونه یی پری او داعشیانو د هغوی سرونه د آق بلال په یو څاه کی واچوله.
هغه زیاته کړه چی د معلوماتو له مخی، داعشیان اجازه نه ورکوی چی وژل سوی کسانو جسدونه خلګ د هغوی کورنیو ته تسلیم کړی او داعش خپل کسان ګمارلی دی ترڅو د څاه څخه څوک جسدونه ونه باسی.
https://avapress.com/vdcizwazwt1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته