دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 145762
هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۴۲ طالب جنګيالي وژل شوي او ۲۷ ټپيان دي
د هلمند چارواکی وایی، تېره شپه شاوخوا اته بجې د ناوې ولسوالۍ پر دريو مهمو سيمو د افغان کمانډو ځواکونو له لوري د غوڅ ملاتړ په هوايي همکارۍ ځانګړي عمليات په لاره اچول شوي، چې له مخې يې طالب جنګيالي سخت ځپل شوي او د لومړنيو معلوماتو په اساس ۴۲ مخالفين وژل شوي، ۲۷ ټپيان دي او ګڼې سيمې ترې پاکې شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، په وژل شويو مخالفينو کې څلور تنه ډلګی مشران هر يو حاجي احمد، فيضي، ثاقيب او حقبين شامل دي. او دغه راز څلور تنه نور ډلګی مشران يې هم نادرکه دي.
سرچینو زیاتیوی، په دې عملياتو کې څلور عرادې موټرونه، ۱۸ عرادې موټر سايکلونه، دوه ميله دهشکه او ګڼې نورې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خبر پانه زیاتیوی، ياد عمليات د ناوې ولسوالۍ لوی کلي، ژړ صاحب او عېنک سيمو کې لا هم دوام لري، چې په هکله به يې نور معلومات وروسته خپاره شي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وایی، د يوه بل خبر له مخې د لښکرګاه اړوند بولان سيمه کې پر دوه مهمو مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو بريدونو کې د دښمن ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ کسان يې نور ټپيان دي، دغه راز دوه کارخانې او پنځه عرادې موټر سايکلونه يې هم له منځه وړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcaimn6u49ny01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته