کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

همایون همایون: د ولسمشر کمزوریو له امله حکومت ضد ائتلافونه رامنځته کیږی

13 سرطان 1396 ساعت 7:29

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، چې د ولسمشر د کمزورۍ له کبله یو شمېر حکومتي چارواکو حکومت ضد سیاسي ائتلاف جوړ کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، همایون همایون له ولسمشره غواړي، چې په دې اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي او له نوي ائتلاف سره تفاهم وکړي.
د جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي، چې ائتلافونه باید د ملي ګټو پر بنسټ رامنځته شي.
دوی وايي، که افغانان د بهرنیو دسیسیو پر خلاف یو موټی نه شي، پرمختګونه به له منځه ولاړ شي او هېواد به نور هم بحراني شي.
په ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو ائتلاف د هېوادني رنځ درملنه نشي کولی. په داسې حال کې ، چې دغه مشران په حکومت کې ځانګړې سیاسي او حکومتي برخه لري؛ ځکه ، نو د نظام په وړاندې باید نوی ائتلاف رامنځته نکړي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی علي اکبر قاسمي وایي، له دې مخکې هم ائتلافونه جوړ شوي؛ خو چا د ملي ګټو پر ضد نه دي نومولي. په داسې حال کې ، چې دغو شخصیتونو دې هېواد ته خدمت کړی؛ اوس یې د ائتلاف په وړاندې مخالف دریځ نیول کیږي.
د ولسي جرګې غړیو د هېواد شرایط نازک وبلل او له ګوندونو او خلکو یې وغوښتل، چې یوالی وساتي.


د مطلب کود: 145786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145786/همایون-د-ولسمشر-کمزوریو-له-امله-حکومت-ضد-ائتلافونه-رامنځته-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com