ننگرهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د راکټ د زړې مرمۍ د چاودنې له امله یې ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهارولایت کي د راکټ مرمی چاودني یو ماشوم وژل شوی دی
14 سرطان 1396 ساعت 19:20
ننگرهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د راکټ د زړې مرمۍ د چاودنې له امله یې ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه ویلی، په یاد پيښه د راکټ زړه مرمۍ چاودلې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
هغوی زیاته کړه، هغه پېښه د سه شنبه په ورځ سهار ۱۰ بجې د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولتزو په سیمه کې تر سره شوی ده.
د مطلب کود: 145896