کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1396 ساعت 8:57


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته ورسېد او په پام کې ده چې د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د کاسا زر پروژې په غونډه کې برخه واخلي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دغې ناستې کې پر ګډون او وینا سربیره د تاجکستان جمهوررئیس امام علي‌رحمان سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، جې همداراز به جمهوررئیس د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاجکستان د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه‌زمان میوندي هم ملتیا کوي.


د مطلب کود: 145904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145904/ولسمشر-غني-د-تاجکستان-پلازمینې-دوشنبې-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com