د پاکستان په پنجاب ایالت کې پرون د یوه مسافر وړونکي بس او تراکتور تر منځ په ټکر کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول او ۳۶ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو وویل چې دا پېښه لایا «Layyah» ښارګوټي ته نېږدې هغه مهال وشوه چې له کراچۍ راولپنډۍ ته په لاره مسافر وړونکی بس په تراکتور پورې تړلې کراچۍ سره ولګېد.
د بس چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او له یوې ونې سره ولګېد.
په وژل شویو کې درې ښځې او یو ماشوم شامل دي.
په پاکستان کې د لارو د خرابوالي، د موټرو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بېپروایۍ له امله خونړۍ ترافیکې پېښې ډېرې کېږي.
لس ورځې مخکې د تېلو یو ټانکر له سړک واوښت او وروسته وچاودېد چې له املهیې لږ تر لږه ۲۰۹ تنه ووژل شول.