دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 145976
په سازمان ملل کی د افغانستان دائمی نماینده وغوښته:

د طالبانو ډله د تروریستی ډلو په نوملړ کی قرار ونیسی

د طالبانو ډله د تروریستی ډلو په نوملړ کی قرار ونیسی
محمود صیقل د افغانستان دائمی نماینده په سازمان ملل کی، د سازمان ملل امنیت شورا څخه وغوښته چی د طالبانو ډله د تروریستی ډلو په نوملړ کی قرار ورکړی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی صیقل تیره ورځ د سازمان ملل امنیت شورا په ناسته کی په نیویارک کی ټینګار کړی دی چی دا شورا باید د تروریسم ملاتړ هیوادونو څخه باید مشخص تعریف ولری او طالبان هم بادی د تروریستی ډلو په نوملړ کی قرار ونیسی.
ښاغلی صیقل همدارنګه پاکستان په نورو هیوادونو کی په تروریستی بریدونو تورن کړ او د نړیوالی ټولنی څخه وغوښته چی د تروریستانو پټنځایونو د منځه وړلو لپاره د افغانستان مرزونو څخه دباندی اقدامات ترسره کړی.
صیقل وویل، د افغانستان څیړنو نتایج چی په اخیر کی خپور سوی دی شکاره کوی چی په قندهار کی تروریستی برید د پاکستان په کویته ښار کی طراحی سوی وو.
د افغانستان دائمی نماینده غوښته د طالبانو په اړه چی په تروریستی ډلو نوملړ کی قرار ونیسی، پردی ډلی باندی فشار راوړلو او سولی ته هڅولو لپاره مطرح سوی دی.
دا غوښتنه په داسی حال کی دی چی د حامد کرزی په دوره کی، د هغه په غوښتنه د طالبانوځینو ارشدو غړو نومونه د ترغیب په مقصد د سولی پروسی سره یوځای کیدو لپاره، د سازمان ملل تور لیست څخه پاک سو.
https://avapress.com/vdchqmnz-23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته