د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانی د جوړیدو د شنبه په ورځ په رسمي ډول د والي شميم خان کټوازي او د یاد ولایت د اداري پلاوي په ملتيا پيل شوې دی.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ شااوخوا ۵۲ مېلیونه افغانۍ پرې مصرفېږي
19 سرطان 1396 ساعت 8:12
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانی د جوړیدو د شنبه په ورځ په رسمي ډول د والي شميم خان کټوازي او د یاد ولایت د اداري پلاوي په ملتيا پيل شوې دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د پکتیا والی شميمخان کټوازي نن ورځ په دې اړه ویلی، د اطلاعات او کلتور رياست لپاره يو مکمل کمپلېکس چې په هغه کې به د دوی ۳۳ اداري خونې، د غونډو تالار، مجهز کتابتون، ټرېنېنګ هال، عصري تشنابونه، اشپزخانې او نورې اړتيا وړ اسانتياوې به ولري او زموږ د دوست هېواد هندوستان له لوري جوړېږي.
کټوازي وایی، د یاد پروژي شا اوخوا ۵۲ مېلیونه افغانۍ پرې مصرفېږي د جوړیدو چاري پيل شوی، چې د روانې پروژې چارې به په ۱۱ مياشتوکې بشپړوي.
هغوی وایی، د یاد پروژې لپاره د پکتيا مدني فعالانو، فرهنګي او مدني ټولنو او ولايتي شورا له هندوستان هېواد څخه خوښي څرګنده کړه او د مننې ترڅنګ يې ترې په دې ولايت کې د نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.
د مطلب کود: 146104