دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 146107
له امریکا سره د نوې سند د لاسلیک کولو په موخه کورنیو چارو وزارت کې غونډه

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په یاده ګډه غونډه کې لومړی د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزي له امریکا سره د لاس لیک کیدونکي سند په اړه د غونډې ګډون والو ته معالومات ورکړل او ویې ویل، یاد سند چې د امنیت، سولې، ښې حکومت ولۍ او اقتصادي برخو کې په راتلوونکي اونیو کې د ولسمشر په لارښوونه او د امنیت شورا په منظورۍ له امریکا سره لاسلیک کیږي نو د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې څو د یاد سند له لاسلیک کیدلو وړاندې خپل سالم نظرونه او وړاندیزونه له امنیت شورا سره شریک کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وروسته د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوئ پاسوال جانان بارکزي ټولو مرستیالانو او رئیسانو ته دنده وسپارله چې د یوې کلکې او ډاډمنې همغږۍ له مخې دې په خپلو ټولو هغو چارو کې چې لومړیتوب لري جدي کار وکړي او ژر تر ژره دې د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست ۳۳ دوسې وڅېړي څو د غونډو روانه تیوري په عمل بدله کړو او په راتلوونکو غونډو کې د راپورونو دقیقې څېړنې، مسوولیت پېژندنې او ځواب ورکونې ته ژمن ووسو.

د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزارت ټولو مرستیالانو او رئیسانو له امریکا سره د لاسلیک کیدونکي سند په اړه خپل بشپړ چمتوالی وښود او د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ته یې خپل کاري راپورونه وړاندې کړل چې د کورنیو چارو وزیر لومړي مرستیال له لورې د ټولو مسوولینو راپورونه ښه وارزول شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7p8zfjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته