دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 146207
ولی د متحد داعش په وړاندی عراق دولت بریالی سو خو د غیری متحد طالبانو په وړاندی د افغانستان دولت ناکامه سوه
د عراق هیواد د دوه نیم کالو شاوخوا وروسته د داعش سره دوامداره مبارزی وروسته چی یو وخت داعش ډله ددی هیواد ۴۰ سلنی نه ډیر سیمه نیولی وو او اوس د جنګ اخیری مراحلو کی قرار لری، یعنی د عراق دولت د داعش ډلی په وړاندی بریالی سوی دی او څو ورځی وروسته به د عراق دولت او خلګ د پوره بریالیتوب جشن ونیسی.
بیله شکه د داعش برخلیک په افغانستان کی د طالبانو په شان دی، دا چی داعش په عراق کی خپل ملاتړ او طرفداران سیمه ایز خلګ لری او طالبان په افغانستان کی هم فداکار کوربی او ملاتړ لری.
هر دواړه ډله د خلګو او قانونی خو ضعیف حکومتونو په وړاندی جنګیږی چی د نړیوال قدرتونو ملاتړ څخه برخمن دی.
هم داعش او هم طالبان د استثمار استخباراتی ارګانونو ملاتړ سره د تاوتریخوالی استراتژی تعقیبوی او د وحشت او رعب په رامنځته کولو سره، قتل او وژنی کوی.
خو ددی دوو ډلو توپیر په دی کی دی چی طالبان په افغانستان کی یو مشخص او هدفمند استراتژی نه لری، هڅه یی د بیګانه ګانو پروژی تطبیق او مقصد یی په افغانستان کی بین المللی ځواکونو او دولت ته مزاحمت دی. نه د حکومت پلان لری او نه هم د امارت اسلامی دولت تشکیل پلان هم نه لری. نظر یی تعریف سوی نه دی او د بیلابیلو شاخو پالیسی یی هم توپیر لری.
تګلاره یی په هر ولایت کی بیل دی، نظریی ډیر بیل دی او ځینی وختونه خو د یو بل سره نښته هم کوی.
خو داعش بل ډول دی، هغوی په ټوله نړۍ کی غواړی اسلامی دولت جوړ کړی، نظریی یی واضح دی، دشمن او ملګری یی پیژندل سوی دی او هدفمند حرکت کوی.
داعش نړیوال قدرتونو خپل دشمن بولی، د ځان نه بغیر اسلامی فرقی بالخصوص شیعه خلګ خپل لمړۍ درجه دشمن بولی او د بریالی کیدو لپاره یواځی د جنګ لاره سمه بولی.
داعش چی په دی اخر کی ځان اسلامی دولت بللی دی، یو خطرناک سیاسی او عقیدتی او نظامی جریان دی چی د اسلامی حکومت تشکیل سره خپل افراطی عقایدو سره په ټول نړۍ کی، هغه هم د اسلحی په زور خبری کوی. داعش دد طالبانو څخه ډیر وحشی دی.
خو پوښتنه دلته دی چی عراق ضعیف دولت څنګه کولای سی دداسی نظام سره مبارزه وکړی او بریالی سی خو افغانستان په ۱۶ کالو کی پر یو نا منظم ډلی یعنی طالبانو باندی نه دی بریالی سوی او ورځ په ورځ یی په وړاندی ضعیفیږی. ددی ځواب ډیر پیچلی به ددی څخه وی خو لاندی عوامل پکښی داخل بولم:
۱ . د ملی-خلګو ارادی نه شتون د طالبانو سره مبارزه کی په افغانستان کی: څو کاله مخکی د داعش تروریستی ډله د عراق ډیری سیمی تر تصرف لاندی نیولی وو، مراجع تقلید د داعش په وړاندی جهاد اعلان کړ او ددی فتواوو په اثر، د عراق اکثر خلګ مخصوصا د عراق شیعه خلګ د داعش په وړاندی متحد وو او تراوسه د عراق دولت څخه په ملاتړ سره د داعش سره مبارزی سنګر نیولی دی، په داسی حال کی چی زموږ په هیواد کی داسی خلګو متحد کیدنی او انګیزی نه شتون په عام خلګو او د هیواد علماوو کی نه دی منځته راغلی.
۲ . د طالبانو سره مبارزه کی لازم سیاسی ارادی نه شتون: د هغه وخت څخه چی د داعش په وړاندی په عراق کی جنګ شروع سوی دی تر هغه داچی په اخرو مراحلو کی دی، د دشمن څخه یواځی یو تعریف شتون درلود: او دا داچی داعش د عراق خلګو او هیواد دشمن دی او باید له منځه ولاړ سی، داعش هیڅ وخت ورور ونه بلل سو او هیڅ عراق دولتی چارواک د داعش ډلی سره د سولی خبره پر ژبه رانه وړه خو په افغانستان کی تراوسه هم نه دی معلوم چی طالبان د ملت وړونه دی که دشمن.
۳ . په افغانستان کی جنګی ضعیف استراتژی: په عراق کی د داعش په جوړیدو سره د عراق دولتی ځواکونه په تهاجمی توګه د داعش په وړاندی وجنګیدل او د هغوی قطعی ماتی پوری سرسختانه مبارزه وکړه، بیله څو ځلی خیانت، هیڅ وخت د عراق دولتی ځواکونو جنګی روحیه کی کوم خلل نه دی رامنځته سوی او دشمن هر وخت دشمن وو. خو په افغانستان کی د طالبانو په وړاندی جنګ ډیر په مسخره ای توګه ضعیف روان دی. دلته جنګ د طالبانو په وړاندی داسی معنی لری چی انسان د مخ څخه غوماشه هیڅته کړی او یوڅه وخت د هغه د شر څخه په امان کی وی.
که طالبان د خلګو او دولت په وړاندی سخت برید هم وکړی او خپله اصلی ځای ته وګرځی، هیڅ هڅه د دولت له لوری صورت نه نیسی، او طالبان د دولت ددی ضعف څخه ښه ګټه اخلی. له بل لوری جنګی پالیسی په دی هیواد کی مبهم دی، زموږ سرتیری ځینی وختونه داسی لاره ورکه کړی چی طالبانو سره وجنګیږی که مدارا وکړی. ډیر نمونی شتون لری چی صادر سوی فرمانونه د مسئول چارواکو له لوری، ډیر د طالبانو مصؤنیت او ساتنی لپاره دی.
که طالبان د خلګو او دولت په وړاندی سخت برید هم وکړی او خپله اصلی ځای ته وګرځی، هیڅ هڅه د دولت له لوری صورت نه نیسی، او طالبان د دولت ددی ضعف څخه ښه ګټه اخلی. له بل لوری جنګی پالیسی په دی هیواد کی مبهم دی، زموږ سرتیری ځینی وختونه داسی لاره ورکه کړی چی طالبانو سره وجنګیږی که مدارا وکړی. ډیر نمونی شتون لری چی صادر سوی فرمانونه د مسئول چارواکو له لوری، ډیر د طالبانو مصؤنیت او ساتنی لپاره دی.
۴ . د جنګ استراتژی جوړونه کی افغانانو لازم صلاحیت نه درلودل؛ په عراق کی دولت د هغه ځای خلګو په ملاتړ سره تصمیم نیولی دی ترڅو د اعش په وړاندی مبارزه وکړی او د جنګ راهبردی لاره او جنګ خپله پرغاړه لری خو زموږ په هیواد کی د کلونو راهیسی، د سولی او جنګ اختیار د افغانستان دولت سره نسته، د جنګ استراتژی او عملیات چاری ډیر د بین المللی ځواکونو او هیوادونو نظامی دکتورینو مشوره سره صورت ونیسی چی د هغه هیوادونو ډیر ګتی تر توجه لاندی دی.
۵ . د سیمه ایزو هیوادونو مداخله: که څه هم په عراق کی د سیمه ایز هیوادونو مداخلات ډیر دی خو د عمومی بسیج او زحمت سره، دا هیواد وتوانیدل ټول بهرنی مداخلاتو باندی د بطلان خط کش کړی او داخلی او خارجی دشمن باندی بریالی سو. د سیمه ایزو هیوادونو مداخلات په افغانستان کی د جنګ ادامه پیدا کیدو یو اساسی عواملو څخه دی خو د ملی اجماع په شتون به د خارجی مداخلات به بی تاثیره سی خو موږ متاسفانه د ملی اجماع رامنځته کیدو لپاره دیر فاصله لری.
هیله لرم چی په افغانستان کی هم یو ورځ د عراق تجربو څخه په ګټه اخیستنی سره پر دشمن باندی بریالی سو او خپل جنګی تګلاره بدل کړو، د دشمن سره جنګ لپاره ملی اراده منځته راوړو، د دشمن او دوست څخه مشخص تعریف ولرو او زموږ په هیواد کی د غیری صادقه هیوادونو مداخلاتو ته نه ووایو.
لیکونکی: سید حسن کاظمی
https://avapress.com/vdcfxvdyew6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته