دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 146210
میدان وردګوکی د وسله والو طالبانو یوه قوماندان او۴کسانو وژل شوی
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وایی، د یاد ولایت په جلریزو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه قوماندان اوڅلورکسانو ملګرو وژل شوی دی.
د میدان ورګو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، نقیب‎الله امیني په دی اړه رسنیو ټه ویلی، چې د وسله والو طالبانو دا قومندان، مولوی عبدالرحمن نومېده او له امنیتی ځواکونو سره نښته کړی ده.
هغوی ویلی، چې نښته پرون د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ په ۳‎کلا سیمه کې رامنځ ټه شوی ده او ۳نور طالب ټپیان شوي دي.
ځواک وایی، د وسله والو طالبانو وژل شوي قومندان په ۱۳۹۴ کال کې د تازه فارغو شویو سرتېرو باندې برید کې لاس درلود.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcjvmevyuqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته