دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 146273
دوستم د ولسمشر غني او د امریکا سفارت پر څرګندونو سخت غبرګون وښود
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال او جنش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا سفارت شارژ دافیر پر څرګندونو سخت غبرګون وښود.

د جنرال دوستم له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۰ مه نیټه کې د یوه مطبوعاتي کنفراس په لړ کې وویل چې د هېواد ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د لوی څارنوالي د منظوري او حکم پر اساس ترکیې ته د درملنې لپاره تللې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه څرګندونې د حقیقت نه لرې دي ځکه چې د افغانسان لوی څارنوالي د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې له دغه شان صلاحیتونو څخه برخمن نه دي.

په همدې حال کې د جنرال دوستم دفتر د ولمسشر لومړی مرستیال او ښاغلي احمد خان ایشچې د قضیې په اړه د امریکا د شارژ دافیر څرګندونې غیرمسئولانه وبللې او زیاته یې کړه چې دا ډول څرګندونې د خلکو ترمنځ د اندیښنې د راپارولو سبب ګرځیدلای شي، په داسې حال کې چې د افغانستان په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ورته قضیو لپاره په واضیح ډول وضاحت وجود لري.

خبرپاڼه زیاتوي، لکه څنګه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جنرال دوستم د القاعده او د طالبانو د لمنځه وړلو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ اساسي ونډه یې درلوده، امریکا دې د افغانستان خپلواکې او د دواړوهېوادونو ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو ته درناوي وکړي.

 د جنرال دوستم له خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان د لوی څارنوالي چارواکي نن وویل ، چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د احمد خان ایشچي دوسیه یې محکمې ته استولې ده.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی او تر وهلو ډبولو وروسته جنسي ځورول شوی دی، هغه ادعا چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر یې بې‌بنسټه بولي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هوګو لارنس تیره ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي او دغه قضیې ته د سیاسي او قومي رنګ ورکولو د هڅو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه قضیه د افغانستان د لوی څارنوال او نورو قضايي چارواکو له خوا جدي ارزونې ته اړتیا لري

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyqazpt1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته