دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 146414
افغان ځواکونو د هلمند د ناوې ولسوالۍ اداره بېرته ونیوله
په هلمند ولایت کې ځایي چارواکي وایي چی افغان ځواکونو د شنبې په ورځ د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ، چی څو میاشتې مخکې د طالبانو لاس ته ولېدلې وه، بېرته ونیوله.

چارواکي زیاتوي، چې  د چنګاښ میاشتې په یوولسمه په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل شول او د هېواد امنیتي ځواکونو وکړای شول تر څو د شنبې په ورځ ناوته د دغې ولسوالۍ واګی بېرته ترلاس کړي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هم په دغه عملیات کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

ښاغلي ځواک زیاته کړه، چې تیره د وسله والو طالبانو مهم سنګر له طالبانو نیولې ده او په سیمه کې چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

د نوموړې په وینا،  د افغان ځواکونو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د وسله والو طالبانو له خوا د سړک پر غاړو ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyvdyjw6djja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته