دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 146499
د نولس کلنو ملي لوبډلې مالیزیا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې مالیزیا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه نن دوشنبې په سینګاپور کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې پچه وګټله او مالیزیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې سیالې لوبډلې په نولسو اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۵۳منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۵۴منډو اسانه هدف ورکړ.

د افغانستان د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دې لوبه کې یوسف ځاځي څلور ویکټې ترلاسه کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د توپ وهنې په برخه کې بیا درویش رسولي ۳۲ منډې وکړې او ناسوزیدلی پاتې شو.

د افغانستان لوبډلې دویمه لوبه سبا سه شنبې له کوربه هیواد سینګاپور سره ده.

افغان لوبډله سینګاپور کې د نولس کلنو نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سياليو کې چې د جولای په پنځلسمه نیټه پیل شوې، لوبه کوي.

په دغو سياليو کې سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او د نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبيږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3qaz3t1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته