دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 146563
دفاع وزارت وایي کندز کې یې د طالبانو مرستیال والي وژلی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي افغان هوایي ځواکونو د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي مولوي فیاض په شمول درې تنه وسله وال وژلي او دوه نور ټپیان دي.

په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د عشر او زکات د راټولو مسوول حاجی عزیر مشهور په ذبیح الله او مولوي نورالدین هم شامل دي.

همداشان د دغه وزارت د اعلامیې له مخې د ملي اردو ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴تنه مخالفین وژلي او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

اعلامیه وایي په دې عملیاتو کې ۱۲ موټر او ۳۲موټرسایکلونه هم لاسته راغلي او همداشان ۳ د وسلو زیرمې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو تیره ورځ اعلان وکړ چې دهلمند ناوه ولسوالي یې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو نیولې او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiin6e49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته