دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 146599
که حکومت داعش له منځه یونه سی، د کابل-جلال آباد لویه لاره بندوو
ظاهر قدیر د ننګرهار خلګو نماینده د نمایندګانوپه مجلس کی وایی چی د داعش تروریستی ډله په ننګرهار کی په تاکتیکی توګه د پرمختګ په حال کی دی او هیڅوک هم ددی ډلی مخه نه نیسی.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، ښاغلی قدیر چی نن د مجلس په علنی ناسته کی خبری کولی، وویل: د داعش پرمختګ تاکتیکی سوی دی، څوک مطبوعاتو ته وخت نه ورکوی، هره ورځ پرمختګ کوی او د حکومت غړۍ هم رسنیو ته غلط معلومات په لاس ورکوی.

د مجلس دا غړۍ ټینګار وکړ چی امنیتی ځواکونه د توره بوره په سیمه کی هیڅ پرمختګ نه دی درلودلی او په اوسنۍ حال کی ددی سیمی ۷۰ سلنه د داعش تر تسلط لاندی دی.

د ظاهر قدیر په وینا، د داعش ډله هره ورځ خلګ وژنی او هیڅ څوک پوښتنه نه کوی؛ وعده ورکول کیږی، خو وعدی باندی وفا نه کیږی.

د مجلس دا غړۍ حکومت ته خبرداری ورکړ چی که د ننګرهار خلګو غږ که وانه اوریدل سی، هغه د خلګو سره په لویو مدنی حرکتونو باندی لاس پوری کوی او د جلال آباد-کابل لویه لاره د ترافیک په وړاندی تړی.

دا په داسی حال کی دی چی ظاهر قدیر ددی نه مخکی هم ویلی وو چی د حکومت او خارجیانو ګزارشونه په افغانستان کی د داعش ډلی شمیر، فعالیت او ټکولو په اړه غلط دی.

حکومت اعلان کړی دی چی امنیتی ځواکونه د توره بوره سیمه د داعش ډلی د تسلط څخه نیولی دی.

https://avapress.com/vdcjhmevhuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته