دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 146625
افغان نجونو د امریکا په روباټیک سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ

د افغانستان د ښوونځیو هغه شپږ زده ‌کوونکي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د روباټیک په سیالیو ګډون کړې وو، د هېواد لپاره د سپینو زرو مډال واخیست.

د راپورونو له مخې، د افغانستان دغو زده کوونکو ته د سیالیو په پایله کې افتخاري مډال یا د نړیوال جرات مډال ورکړل شوی دی.

د روباټونو دغه سیالی تیره اونی د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې پیل او پکې د نړی له ګوټ ګوټ څخه ۱۶۲ ټیمونه راغلي وو.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ډونالډ ټرمپ لور اېوانکا ټرمپ هم له افغان نجونو سره وکتل.

د افغانستان دغه زده کوونکې تیره اونی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرسته په دغه سیالی کې ګډون وکړل، وروسته له هغه چې د هغوی د ویزې غوښتنلیکونه د امریکا چارواکي له ‎خوا رد شوي وو.

د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده چې افغان نجونې د اېوانکا ټرمپ په بلنه سبا سپینې مانی ته لاړ شي.

له دې وړاندې دغو زده کوونکي په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې دعوت شوي وو او په دغه لمانځغونډه کې د سفارت کارکوونکو سربېره نورو افغانانو هم پکې ګډون درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8meviuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته