کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون لامل څرګندول مهم دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سرطان 1396 ساعت 12:05


د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ له هغو څلورو امریکايي افسرانو سره لیدلي چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی، دی وايي چې باید پوه شم امریکا ولي افغانستان کې ۱۷ کاله تېر کړي دي.

د امریکا ولسمشر په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د اوولس کلنې حضور د لامل په پوهیدو د ټرمپ ټینګار او وايي چې امریکا ولي په افغانستان کې ۱۷کاله تېر کړي دي.

دونالډ ټرمپ دا خبره له هغو څلورو افسرانو سره په لیدنه کې وکړه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی

ټرمپ وایي د یادو څلورو افسرانو له لیدلورو چې ډېر وخت یې په افغانستان کې د جګړو په ډګرونو کې تېر کړي دي، استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د یو شمېر نورو امریکایي سرتېرو د لیږلو په اړه پریکړه وکړي.


د مطلب کود: 146627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146627/ټرمپ-افغانستان-کې-د-امريکايي-پوځيانو-شتون-لامل-څرګندول-مهم-دي

آوا
  https://www.avapress.com